د توانبخشي مرکز لپاره دې لومړيتوبونه او اړتياوې تشخيص او هوارې شي

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۴:۱۲
fs

د توانبخشي مرکز لپاره دې لومړيتوبونه او اړتياوې تشخيص او هوارې شي

نن د لړم په ۱۴مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي د توانبخشي روغتيايي مرکز له مسوولينو سره ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې د توانبخشي روغتيايي مرکز مسوولينو له ښاغلي اريوبي سره په ياد مرکز کې شوي پرمختګونه، لاسته راوړنې، ستونزې او د طبي وسايلو او موادو د کمښت په هکله مالومات شريک کړل.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي په توانبخشي روغتيايي مرکز کې د معلولينو لپاره د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ او له چارسنبالو اړوندو چارواکو يې وغوښتل، چې د ياد مرکز لومړيتوبونه او اړتياوې تشخیص او د حل لپاره يې لازم اقدامات وکړي.

ښاغلي اريوبي په دغه مرکز کې د نورو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د معلولينو لپاره د مصنوعي غړو د جوړولو برخې پر پياوړتيا تاکيد وکړ او ددې مرکز غني او معياري کول يې د وزارت لومړيتوب وباله.

د توانبخشي روغتيايي مرکز، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په چوکاټ کې د معلولينو لپاره د عمومي داخلې، فزيوتراپي، انديسکوپي، د مصنوعي غړو جوړول، پوزه او غوږونو، سترګو، ستوني او رواني درملنې خدمتونه په وړيا ډول ترسره کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې د مسؤلینو هڅې وستایلې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل او د یادې مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ته، د یتیمانو، کونډو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS