د تحصيلي بورسونو خبرتيا!

content_admin
sss

د تحصيلي بورسونو خبرتيا!

لکه څرنګه چې تاسو خبر ياست، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره، د غوره زده کړو د اسانتياوو برابرولو په موخه د هېواد له بېلا بېلو خصوصي پوهنتونونو سره هوکړه ليکونه لري.

پر همدې بنسټ، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته؛ کوم چې د لوړو زده کړو سره ليوالتيا ولري او پر شرايطو برابر وي, خبر ورکول کېږي چې راتلونکې جمعه د وږې (سنبله) په ۷مه، جهان خصوصي پوهنتون او دوشنبه د وږې په ۱۰مه، ملي پوهنتون ته د کانکور په ازموينه کې د ګډون په پار مراجعه وکړي.

يادونه ۱: هغه کسان چې د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي، له ځان سره بايد د شهيدانو ورثې او يا د معلوليت کارت ولري.

يادونه ۲: کوم کسان چې د يادو پوهنتونونو د کانکور په ازموينو کې بريالي شي، د اسنادو طی مراحلو پروسه هم د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له خوا ترسره کېږي.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو ولايتي رياستونو د پام وړ خبرتيا !

 لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز له لوري د فني او حرفوي زده کړو په موخه هر ولايت ته  سهم ورکړل شوی ؤ دا چې اوس يادې زده کړې د روان ۱۴۴۶ ه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .

Back to announcements