د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۳۰

د چارو د لاښه والي په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم ملا احسان‌الله عابد د اداري نظم پر ارزښت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ پر رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو چارو ته د لا ښې رسېدګۍ او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

محترم ملا احسان الله عابد له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په پوره ژمنتیا او اخلاص سره ترسره کړي.

په دې غونډه کې د مراجعینو سره د نېک چلند، د چارو د چټکتیا او اسانتیا په برخه کې کارکوونکو ته لازمې او ارزښتمنې سپارښتنې وشوې، همداراز د کارکوونکو د صادقانه او نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۳۰
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه والي په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۲۸
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د هرې کونډې لپاره (۷. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۱۳
Background image

پر (٢٣۰) تنو مستحقو کسانو باندې په کابل کې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د قره باغ په ولسوالۍ کې پر (۲۳۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشلې.

د مرستو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS