د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په یاد ولایت کې د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو سره وکتل

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو سره وکتل.
د دې لیدنې اساسي موخه، یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مرستو د وېش په پروسه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول او د ځينو شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د مثنٰی بانکي کارتونو جوړول وو.
په ورته وخت کې د بغلان ولایت د عزیزي بانک څانګې مسؤلینو هم ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د حل لپاره به اړين اقدامات ترسره کړي تر څو یتیمان، کونډې او معلولین له لازمو اسانتياوو څخه برخمن شي.