د بغلان ولايت یو شمېر ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۲

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په مشرۍ یو پلاوي برکۍ، نهرین او جلګې ولسوالیو ته د سفرونو پر مهال د مجردو شهیدانو له کورنیو سره لیدنې ترسره کړې. پلاوي د دغو کورنیو د ژوند وضعیت او ستونزې له نږدې وڅېړلې، د هغوی غوښتنې او اړتیاوې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزو او اړتیاوو ته به یې پر وخت او لازمه رسېدنه ترسره کېږي او د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه یې نغدي مرستې هم ووېشلې.

همدارنګه نوموړي د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اغېزمنو خدمتونو د لا پراختیا او د کور په کور سروې د بهیر د ښه تنظیم په موخه اړوندو مدیرانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د سفرونو پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یادو ولسوالیو د شهیدانو کورنیو او معلولینو سره هم لیدنې ترسره کړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او ورسره یې نغدي مرستې وکړې. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره به د پخوا په څېر نورې همکارۍ هم دوام ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي او ولایتي ریاستونو د تفتیش بهیر د لا ښه والي په موخه غونډه ترسره کړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د ارزونې، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن مدیریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د اداري چارو د لاښه والي په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند آمرینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۸:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر الحاج ملا عبدالمجید آخند لوګر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او د. . .

BACK TO NEWS