د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د مرکزي بغلان او ډنډ غوري ولسوالیو کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۲۹
mmd

د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد چې د  شهیدانو او معلولینو چارو  آمر محترم قاري عبدالحکیم نافذ یې ملتيا کوله، د مرکزي بغلان او ډنډ غوري ولسوالیو د شهیدانو (۴۴) کورنيو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واوريدې او ورسره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه.

محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل: په هېواد کې اسلامي نظام ستاسو د قربانیو په برکت راغلی دی او اسلامي امارت به هېڅکله ستاسو سرښندنې او قربانۍ هېرې نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS