د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو ابتدایي چارې پيل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۳۴

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ ابتدايي چارې د یاد ریاست د رئیس محترم علي خان احمدي، د ولایت مقام، د کور او ښار جوړونې، ښاروالۍ، د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو د استازو په شتون کې د اړوندو انجنیرانو له لوري په ټاکل شوي ځای کې پیل شوې.

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي د یاد ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ جوړول یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام وباله، د تخنیکي ادارو له همکارۍ څخه يې مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د ودانۍ جوړونې عملي چارې به د لمړنیو کارونو له بشپړېدو سره سم، ژر پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS