د ازادې سيالۍ له لارې د معلولينو ملي انستیتوت ته بريالی شوی ریيس د وزارت کارکوونکو ته ور وپيژندل شو

sadiq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۹:۳۶
zx

د ازادې سيالۍ له لارې د معلولينو ملي انستیتوت ته بريالی شوی ریيس د وزارت کارکوونکو ته ور وپيژندل شو

نن د تلې په ۲۴مه، د معلولينو ملي انستیتوت ته نوی رييس، دريا خان بهير د شهيدانو او معلولينو په چارو کې دولت وزارت د رهبرۍ پلاوي او کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د ښاغلي بهير د پېژندنې غونډه کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهيدانو او معلولينو چارو د همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ نوي رییس ته د بريا مبارکي وویله او په چارو کې يې ورته د برياليتوب هيله وکړه.

اغلې اندړ زياته کړه، چې معلوليت لرونکي وګړي ښې او فوق العاده وړتياوې لري، کومې چې بايد په سمه توګه مديريت شي.

نوموړې د معلولينو ملي انستیتوت نوي رییس ته لارښوونه وکړه، چې په ياد انستيوت کې د معلولينو لپاره د حرفوي او تخنيکي زده کړو بهير چټک کړي او د کيفيت لوړولو برخه کې لازم اقدامات وکړي.

نوي ریبس دريا خان بهير د وزارت له مشرتابه مننه وکړه، چې ده ته يې د هرکلي په پار غونډه نيولې او خوښي يې څرګنده کړه، چې الله ورته د ټولنې د درديدلي او جګړې ځپلي قشر (معلولينو) لپاره د خدمت کولو زمينه برابره کړې ده.

ښاغلي بهير ژمنه وکړه، چې د افغانستان اساسي قانون په رڼا کې به د معلوليت لرونکو هېوادوالو لپاره په پوره اخلاص او ايماندارۍ خدمت کوي او د ياد انستیتوت له لارې به د معلولينو حرفوي او تخنيکي زده کړو د کچې لوړولو، د ظرفيت او کيفيت د پياوړتيا او د هغوی د ټولنيز پرمختګ لپاره به اغيزمنې هلې ځلې کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS