د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت برخه دې خپلې نیمګړې چارې بشپړې کړي

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۴:۱۱
یی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت برخه دې خپلې نیمګړې چارې بشپړې کړي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت برخې مسولینو سره وکتل او د دې وزارت د واحدې دریڅې د نیمګړو چارو پر بشپړېدو یې تاکید وکړ.

ښاغلي فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د نویو طرحو او سیستمونو پر بنسټ د کاري پروسو ساده کول د دولتي ادارو لپاره مهم اقدام وګڼه او په دې برخه کې یې د همکاري او همغږۍ رامنځته کول اړین وبلل زیاته یې کړه، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د واحدې دریڅې خدمتونه رامنځته کول بنسټیز ګام و، چې په تېر کې پورته شوی دی، خو د دواړو ادارو تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ د واحدې دریڅې خدمتونو چارې، چې د کاری پروسو په بشپړه توګه ساده کول، مراجعینو ته د اسانتیا رامنځته کول او د تخنیکي وسایلو له اړخه یې سمبالول پکې شامل وو، پر خپل وخت بشپړې شوې نه دي. مهمه ده چې په اړه یې بیاکتنه وشي.

ښاغلي فاروقي د وزارت مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره په همغږۍ یو مشترک پلاوی وټاکي او له هر اخیزې ارزونې وروسته د واحدې دریڅې د نابشپړو شویو چارو د بشپړولو لپاره اقدام وکړي، تر څو پاتې کارونه ژر تر ژره ترسره او د شهیدانو درنې ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی له رضایت سره سم خدمتونه وړاندې شي.

ښاغلي فاروقي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت برخې له مسولینو مننه وکړه، چې د پاتې چارو د بشپړولو لپاره یې وزارت ته تشریف راوړ او لاسلیک شوي هوکړه لیک ته یې خپله ژمنیتا ثابته کړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS