خبرتیا!

sadiq_admin
sa

خبرتیا!

د شهیدانو ورثې او معلولینو لپاره د اسنادو د کتنې او ارزونې کمیټه د جمهور رئيس د فرمان له مخې ټاکل او رامنځته شوې ده؛ څو د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ټول اسناد په دقت سره وڅیړل شي، تور او سپین اسناد سره جلا شي او په کمیټه کې د معلوليت لرونکو وګړو د معلولیت درجه هم په حضوري توګه تثبيت شي.

نو پر همدې بنسټ، د شهیدانو درنو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کیږي، چې په کابل کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت او په ولايتونو کې اړونده آمريتونو ته په حضوري ډول تشریف راوړي. ترڅو د ۱۴۰۰ ھ لمريز کال د وري (حمل) مياشتې تر ۱۵مې نيټې پورې يې د اسنادو پړاوونه بشپړ شي او د نه حاضریدو په صورت کې به راتلونکی مسوليت د غيرحاضرو کسانو په غاړه وي.

د يادونې وړ ده، چې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د ۱۴۰۰ ھ لمريز حقوق د دوی د اسنادو تر کتنې، ارزونې، تائيد او تصديق وروسته حواله کېږي.

د اړیکې شمیره: 717

پته: د هوایی ډګر عمومي سړک، قلعه خیاط تمځای، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۰
Background image

خبرتیا!

 

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

Back to announcements