جلالتماب لعل الدین آریوبي د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له مسولینو سره وکتل

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۱۳:۱۸
۱

د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو سره د خصوصي سکتور همکاري او مرسته اړینه ده

 

نن دوشنبه (د تلې میاشتې لومړۍ) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین آریوبي په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له مسولینو سره وکتل.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته خدمت او د دوی ستونزو ته رسیدګي د  دولتي ادارو ترڅنګ د خصوصي سکتور مرستې او پاملرنې ته هم شدیده اړتیا لري او ټول باید د یوه ګډه مسولیت په توګه دې قشر ته رسیدګي وکړي. نوموړي د یادو پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو له مسولینو سره دغه قشر ته د لوړو  زده کړو په برخه کې د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په اړه هم خبرې وکړې او د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیکونو پر لا پراختیا یې ټینګار وکړ.

د یادو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په دې برخه کې د ښاغلي وزیر اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه چې د دولتي ادارو تر څنګ به معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته تر ممکن حده د لوړو زده کړو زمینه برابروي او د وړیا سکالرشیپونو سربېره به تخفیف هم ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې همدا اونۍ به یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره د وړیا سکالرشیپونو او تخفیف په اړه د همکارۍ هوکړه لیکونه هم په رسمي توګه لاسلیک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS