د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن مدیریت لپاره د اړینو سپارښتنو وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه، د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د دې ریاست د رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د اړوندو برخو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد انور برادر د مرکزي او ولایتي واحدونو د تفتیش د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې د تفتیش او بررسۍ پر مهال له کارکوونکو سره نیک چلند وکړي، د دعوت او ارشاد ریاست په درسونو کې په وخت ګډون وکړي، له دې وروسته تر ډېره حده هڅه وکړي ترڅو د مرکز او ولایتي ریاستونو د تفتیش راپورونه په منظم ډول ترتیب کړي او د پلټنې په جریان کې د وزارت اصولو او د رهبري شورا پرېکړو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اړوندو ریاستونو د چارو د ښه والي لپاره باید رغنده لارښوونې وړاندې شي او په ریاستونو کې د همغږۍ او همکارۍ فضا لا پیاوړې شي، څو د پلټنې چارې په منظم، شفاف او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.

د غونډې ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، له هر اړخیز بحث وروسته، د کورنۍ پلټنې ریاست د محترم رئیس له لوري لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو په چارو کې د شفافیت د معلومولو، د اداري کارونو د کیفیت د لوړولو، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د لا ښې پېژندنې او د اغېزمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

BACK TO NEWS