د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو او د اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د دغه ولایت د اته ولسوالیو مدیرانو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د ادارې او مدیریت اړوند موضوعاتو ترڅنګ، د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د ښو، معیاري او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د اغېزمنو کاري لارو چارو په هکله کارکوونکو ته لازمې زدهکړې ورکول کېږي.
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې به مسلکي استادان ګډونوالو ته اړوند موضوعات په عملي او مسلکي ډول تدریس کړي، څو د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې او د خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت لا ښه شي.
