د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د لقمان حکیم د ډاکټرانو مجتمع ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د روغتیایي خدمتونو د برابرولو په موخه د لقمان حکیم د ډاکټرانو مجتمع سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یاد هوکړه لیک له مخې (۳۰۰۰) تنو معلولینو او یتیمانو ته بېلابېل روغتیایي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې کېږي او د درملو په برخه کې به (۱۰) سلنه او د لابراتواري خدمتونو په برخه کې به (۳۰) سلنه تخفیف په پام کې نیول کېږي.
سربېره پر دې، هره میاشت به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري پنځه تنه معرفي شوي مستحق کسان د درملو د اخیستلو په برخه کې له (۱۵) سلنه ځانګړي تخفیف څخه برخمن کېږي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي میر احمد منیر د یتیمانو او معلولینو لپاره د خدمتونو وړاندې کول یې د یاد ریاست له مهمو مسؤلیتونو څخه وبلل او د یادو قشرونو د ستونزو د حل او روغتیایي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي په برخه کې د لا ډېرو هڅو ډاډ ورکړ.
