د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو او بېوزله کسانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبيا او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د پروژو د تطبيق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم آمر محترم صفي الله سدید او د خیریه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
