د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست آمر محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او د وزارت مقام سکرتر محترم حافظ نورمحمد په دې سفر کې د محترم وزیر صاحب ملتیا کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د والي مرستیال محترم ملا نقیب الله حاجي ايوب  په حضور کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره لیدنه وکړه، د هغوی احوال یې له نږدې واخیست او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

همداراز د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیاتونو او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سپېڅلو احادیثو په رڼا کې د شهادت د عظیم مقام او فضیلت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې د شهیدانو کورنۍ او معلولین د اسلامي امارت له ځانګړې پاملرنې او ژوندي تعلق څخه برخمن دي او دا اړیکې به تلپاتې وي.

هغه زیاته کړه، د همدې موخې لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو محترم وزیر یاد ولایت ته سفر کړی، څو د شهیدانو او معلولینو کورنیو سره له نږدې وګوري، د هغوی ستونزې او احوال واخلي او هغه ځانګړې تحفه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري د مجردو شهیدانو کورنیو ته ځانګړې شوې ده، مستحقو کورنیو ته وسپاري.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود همداراز وویل، اسلامي امارت د الله جل‌جلاله ستر نعمت او احسان دی چې افغان ولس ته یې ور په برخه کړی او د دې اسلامي نظام لپاره یې یو مهربان، خواخوږی او مشفق رهبر ټاکلی، چې وخت په وخت د خلکو، په ځانګړي ډول د شهیدانو کورنیو او معلولینو پوښتنه کوي او د هغوی د ستونزو او حالاتو څخه له نږدې ځان خبروي.

همداراز د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي برهان‌الدین حلیم، د محترم وزیر صاحب تود هرکلی وکړ، د سپېڅلو شهیدانو سترې قربانۍ یې وستایلې او د هغوی درنو کورنیو ته یې د درناوي مراتب کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو مستحقینو ته د مرستو وېش

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې او د ټولنې د زیانمنو قشرونو لپاره د ښه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۳۱
Background image

د پکتیکا ولایت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يوه پلاوي د ياد ولایت اومني او چابران ولسواليو ته سفرونه ترسره کړل، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۲۷
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS