په کنړ ولایت کې یو شمېر زلزله ځپلو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې سره په همغږۍ د کنړ ولایت نورګل ولسوالۍ اړوند (۳۵) تنو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه یتیمانو ته د مرستو د چمتو کولو په پار مننه وکړه.
