د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۱

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) نړيوالې مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، ځینې نور خوراکي مواد، جامې او یو اندازه نغدي مرستې شاملې وې، چې مستحقو کسانو ته په شفافیت سره ورکړل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم ریاست، د شهیدانو چارو ریاست، د څارنې او ارزونې رياست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود، چې د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په هر اړخیز ډول نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې ‌د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود يې ملتيا کوله، بامیان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د بامیان ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د کابل ولايت پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت. . .

BACK TO NEWS