د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د کاري بهیر د لاښه والي او د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو د برخو د فعالولو په موخه د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه. یاده غونډه چې د یاد ریاست رئیس محترم ملا رحمت الله خالد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د پروژې مالي مسؤل حافظ شبیراحمد، اړوندو آمرینو او د ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو د برخو د فعالولو لپاره د لازمو تدابیرو او چمتووالي په اړه بحث وشو. همداراز پرېکړه وشوه چې د ریاست د رسمي او قراردادي کارکوونکو ته دې د ظرفیت لوړولو په موخه دې په مرکز کې د محاسبې او تأدیاتو اړوند یو روزنیز ورکشاپ پیل شي، تر څو کارکوونکي د یاد سیسټم د کارونې او عملي تطبیق په اړه لازم معلومات او لارښوونې تر لاسه کړي.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. د موضوعاتو تر څېړلو وروسته، محترم ملا رحمت خالد په یادو برخو کې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د نوې برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو بهیر د پلي کېدو لپاره دې چمتووالی ونیول شي.
