د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره نوی رئيس رسماً کارکوونکو ته معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۲۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمدرفیق هاشمي د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نوي رئيس په توګه او محترم نصیب احمد عزیزي د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته رسماً معرفي او په کار یې پیل وکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې جوړه شوې وه، په هغه کې د لوګر مرستیال والي محترم الحاج مولوي محمدانور دین‌پرور، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمدموسی صديقي، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي عبدالاحد مسعود او اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوی محمد موسی صدیقي په خپلو خبرو کې په چارو کې د دقت او پابندۍ، د اصولو او مقرراتو رعایت کولو، د مشرانو د اطاعت، د اداري همغږۍ او سلسله‌مراتب رعایت کولو پر اهمیت خبرې وکړې او د مستحقینو او غیر مستحقینو د جلا کولو، د قوي او فعاله مدیریت او د ټاکل شوي پلان سره سم د چارو د ترسره کولو په هکله يې هم‌ کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په هر نظام کې بدلون او تحول یو بنسټیز اصل وباله او وې ویل: زموږ او تاسو ګډ هدف د الله جل‌جلاله رضا ترلاسه کول، د اسلام سپېڅلي دین او د خلکو خدمت کول دي او په دې لاره کې باید په اخلاص سره هڅې وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان پراختیا مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۱۰) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغان پراختیا (ADA) مؤسسې سره د (۱۰) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۵۳۳) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

BACK TO NEWS