پر (٢٣۰) تنو مستحقو کسانو باندې په کابل کې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د قره باغ په ولسوالۍ کې پر (۲۳۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د قره باغ او استالف ولسواليو د شهیدانو او معلولینو چاور مدیر محترم قاري محب الله ضرار او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود، د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په پوره توګه نظارت ترسره کړ.
