په پروان ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۴

د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.

په يادو مرستو کې د اوړو، وریجو، غوړيو او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظ‌الصحې توکي هم شامل وو.

د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نیازمند هجرت د یادې مؤسسې له لوري د یتیمانو سره د ترسره شوو مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو خیریه مؤسسو او مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې له  یتیمانو سره لا زیاتې مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۳:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال محترم الحاج مولوي محمد زاهد او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۹:۱۴
Background image

په پروان ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.

په يادو مرستو. . .

BACK TO NEWS