په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته دوه رأسه د شېدو وزې او خوراکي توکي ورکړل.

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني یتیمانو او کونډو ته د وزارت رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې او د مرستندويه مؤسسې له کړيو مرستو یې مننه او قدرداني وکړه

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۳
Background image

په زابل ولایت کې یو شمېر مستحقو یتیمانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (IHH) نړيوالې مؤسسې په مالي ملاتړ او همغږۍ د یاد ولایت پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل.

د یادو وسایطو د وېش پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۱۲
Background image

په کندهار ولايت کې یو شمېر مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د عدليې رياست سره په همغږۍ د (۲۵) یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه شیدې ورکوونکې وزې ووېشلې.

د شهیدانو او معلولینو چارو. . .

BACK TO NEWS