په پکتیا ولایت کې پر (۷۵) مستحقو یتیمانو او کونډو باندې د نغدي مرستو وېش

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۲۸

د پکتيا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نصير خیریه بنسټ په همکارۍ د یاد ولایت په ځدراڼ او وزې ولسوالیو اړوند (۶۰) تنو مستحقو یتیمانو او (۱۵) تنو کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هرې کونډې ته (۷۰۰۰) افغانۍ او هر یتیم ته (۷۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د یادو ولسواليو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر محترم مولوي محمد حنیف افغان او د مؤسسې استازو شتون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

د بغلان ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست د یوه ملي تاجر محترم الحاج مبارز برکت زي په مالي همکارۍ،

د‌ مرکزي بغلان اړوند پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بشري حقوقو (SHAO) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۴) لکه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د بشري حقوقو (SHAO) مرستندویه مؤسسې سره د (۴) لکه او (۱۳) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۹:۳۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اسلامي هوساینې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۷) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنيوي او ملاتړ په موخه، د اسلامي هوساینې نړیوالې Islamic Relief World Wide) مؤسسې سره د (۷۷) زره او (۳۹۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

BACK TO NEWS