په سرپل ولایت کې پر (۶۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، شپېتو (۶۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه وویشل. سربېره پر دې، یادو معلولیت لرونکو وګړو ته د تګ راتګ د کرایې په موخه شپیته زره (۶۰۰۰۰) افغانۍ هم ورکړل شوې.
په ورته وخت کې د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو معلولینو ته ډاډ ورکړ چې دا ریاست به د معلولینو د هر اړخیز ملاتړ او د ژوند د اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او له خیریه او مرستندویه بنسټونو یې هم وغوښتل چې دې اړمن قشر ته خپلې مرستې زیاتې کړي، ترڅو د هغوی ستونزو ته پر وخت او لازمه رسیدګي وشي.
