د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د مؤثر تطبیق په موخه غونډه جوړه شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لاښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په یاده غونډه کې د دفتر رئیس محترم مولوی شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوی محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د وزارت د جومات مدرس محترم مولوي علي احمد حضور درلود.
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ترسره شویو اجراآتو ارزونه وشوه، ورپسې ګډونوالو د قانون د لاښه پلي کیدو په هکله خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او په اغیزناک ډول د یاد قانون د پلي کیدو په موخه لازم تصمیمونه ونیول شول.