د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍکې له هغو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې په یوه ورځ کې ۹۳ غړي یې شهیدان شوي وو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۲۵
mmd

د فراه ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي برهان الدین حلیم چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د هغو کورنيو پاتې یتیمانو سره یې له نږدې وکتل چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د

د امریکايي اشغالګرو له لوري په پراخه بمبارۍ کې ۹۳ غړي یې په یوه ورځ شهیدان شوي وو.

یاد پلاوي د یتیمانو سره خواخوږۍ او همدردي څرګنده کړه، د هغوی ستونزې واورېدې او هر یتیم سره يې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې دا (۹۳) تنه کسان د (۱۴) کورنیو غړي وو، چې ټول په یوه ورځ شهیدان شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS