په غزني ولایت کې د (۴۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شو

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۹:۳۸
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۴۰) تنو یتیمانو لپاره د خیاطۍ حرفې او د موبايل ترميم په برخو کې د حرفوي زده کړو روزنيز پروګرام پیل کړ.

د دې روزنیز پروګرام له بشپړېدو وروسته به، فارغ شوي کسان وکولای شي چې د کسب شويو مهارتونو څخه د خپلو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې په برخه کې ګټه واخلي.

همداراز، د دې ترڅنګ د (۶۸) تنو کونډو مېرمنو سره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه هم مرسته ترسره شوه او هرې کونډې ته اتلس (۱۸) چرګان ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS