د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي مرستې وېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۵۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په رمضان المبارک میاشت کې د مستحقو کسانو د لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو  معلولینو او اړمنو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي موجود وو، ووېشل.

د مرستو وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د ټولنیزو خدمتونو آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له پروسې څخه یې په بشپړ ډول څارنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS