په هلمند ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۱

د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اته (۸) ډوله خوراکي مواد شامل وو، په منظم ډول ووېشل.

د یادو مرستو وېش د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو په شتون کې ترسره شو، هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له مسؤلينو یې خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۹:۷
Background image

په پروان ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم علي جان محمدي یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۶
Background image

په لغمان ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۵) تنو مستحقو کسانو باندې د زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو او یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ، (۳۵) تنه مستحق یتیمان او معلولین د زرنج نقلیه وسایطو څخه برخمن کړل،. . .

BACK TO NEWS