په غزني ولايت کې (۹۷) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۳۴
mmd

د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، ووېشل.

همداراز هر مستحق ته (۱۵۰۰) افغانۍ د‌ نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د‌ یادو مرستو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمدانور برادر د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او ياد قشر ته یې د لا زیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۲۱
Background image

په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدين صاحبزاده،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۴۰۹) زره او (۱۰۳) ډالرو په ارزښت د ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې سره د همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لایف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او د. . .

BACK TO NEWS