د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په کندهار ولایت کې د معلولینو ښارګوټي لپاره د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو په موخه د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه او بشري مرستو له مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۲:۲۴
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست او د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د خیریه مؤسسې  له اجرایوي مسؤل ښاغلي محمد برات حسین خیل ترمنځ لاسلیک شو چې د هغه له مخې به د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په نوم د معلولینو په ښارګوټي کې به د معلولینو دوه سوه (۲۰۰) کورنېو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس ښاغلي ملا صدو خان حق پرست د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له اجرایوي مسؤل څخه مننه وکړه او د یاد هوکړه لیک په تطبیق کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټوليز ارزښت اووه دیرش زره او څلورسوه او اته اتیا (۳۷۴۸۸) آمریکایي ډالره دى، چې د یو کال  په موده کې به بشپړه شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS