د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس، د عزیزي بانک د اړوندو څانګو له مسئولینو سره وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۵:۴۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د عزیزي بانک د معاشاتو د څانګې له مسؤل ښاغلي ذکي نوري او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د حقوقو د ورکړې د اسانتیاو پر برابرولو، د بودیجې پر ځاې او اغیزمن ډول مصرفولو په هکله خبرې اترې وشوې، همداراز د دې کتنې په ترڅ کې معلولیت لرونکو او یتیمانو ته د بانکي اکونټونو د جوړونې د هوکړه لیک په اړه هم څرګندونې وشوې.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي  مولوي کليم الله افغان د عزيزي بانک له مسوولينو څخه وغوښتل چې لرې پرتو سیمو، ولسوالېو او همداراز ولایتونو کې، دې مظلوم قشر ( معلولیت لرونکو او یتیمانو کورنېو) ته د حقوقو د ورکړۍ په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

همدارنګه د عزیزي بانک د معاشاتو د څانګې مسؤل ښاغلي ذکي نوري هم یتیمانو او معلولینو  ته د ښو او ګټورو خدمتونو وړاندې کول انساني او وجداني دنده وبلله، او د پوره همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS