د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۸ - ۹:۲۴
sa

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې او د وزارت سرپرست آغلې صبرۍ اندړ په مشرۍ د نظامي شهیدانو وارثینو ته د کلنيو حقونو ورکړې پروسې د چټکتیا په اړه د رهبري شورا ناسته ترسره شوه.

په پیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې معاونيت مرستیالې آغلې جمیلې نورستانۍ د نظامي شهیدانو وارثینو د اسنادونو او وثيقو د څیړنې راپور وړاندې کړ. آغلې نورستانۍ وویل: د نظامي شهیدانو یو شمیر وارثین الیکترونیکي تذکرې نلري، اسنادونه یې هم نه دي څیړل شوي، چې له امله یې د کلني حقونو په ورکړه کې ځنډ رامینځته شوی دی.

ورپسې د سترې محکمې استازی قاضي عبدالباري د وثایقو د څیړنې پروسې پر څرنګوالي او د اړوندو ادارو پر همغږي ټینګار وکړ.

په پای کې پریکړه وشوه چې د نظامي شهیدانو ټولو وارثینو ته چې الیکترونیکي تذکره ولري او اسنادونه یې څیړل شوي وي، یو کلن حقوق او پاتې نورو ته به د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شي، پر دې سربیره اړوندو برخو ته دنده وسپارل شوه چې راتلونکي شپږو میاشتو کې د اسنادونو د څیړنې پروسه بشپړه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS