ولایتونو کې پر شته ستونزو په ګروپي بڼه بحثونه ترسره شوه

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۸:۲۱
fd

ولایتونو کې پر شته ستونزو په ګروپي بڼه بحثونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري ولایتي آمرینو ته د هغمږۍ او وړتیا لوړونې ورکشاپ دویمه ورځ د وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ له لوري پیل شوه.

د ورکشاپ په دویمه ورځ ولایتي آمرین په مختلفو کاري ګروپونو ووېشل شوه، څو د خپلو ولایتونو اړوند ستونزې او نور موضوعات باندې بحث او وروسته یې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

ولایتي آمرینو له مشترک ګروپي کار وروسته د خپلو ولایتونو اړوند لوی موضوعات، چې د اداري تشکیل، بودجې، مناسب کاري دفتر کمښت او نورې ستونزې پکې شاملې وې د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مختلفو برخو رییسانو د خپلو کاري مسولیتونو پر بنسټ د پرېزنټېشنونو له لارې د آمرینو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د وزارت رهبرۍ ژمنه وکړه، چې یادو ستونزو ته به هر اړخیزه رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او کمک موسسې په مالي همکارۍ جوړ شوی چې سبا به یې وروستۍ ورځ وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS