په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې
د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو عایداتي وسایل ووېشل. په دې لړۍ کې، د (۱۱) مستحقو یتیمانو کورنیو ته زرنج نقلیه وسایط ورکړل شول او (۱۱) نورو مستحقو کونډو ته هم د اقتصادي خودکفایۍ په موخه مرستې ووېشل شوې ترڅو د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د دوامداره عاید ترلاسه کولو زمینه ورته برابره شي. د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله حقاني یادې مرستې یې د یتیمانو کورنیو د اقتصادي خودکفایۍ په برخو کې خورا مهمې وبللې او د خیریه بنسټ له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه.
