په کابل ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۱۶
mmd

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یفت خیریه مؤسسې سره په همغږۍ معلولینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یاد شوېو ویلچرونو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د پر مختیایي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او اروزنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د یفت خیریه مؤسسې مرستیال محترم محمد راشد حیدري حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS