د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې د (۵۰۰۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د روژه ماتي پروګرام په منظم ډول ترسره شو
د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او د ټولنیز مسئولیت د اداء کولو په موخه، د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ لپاره د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند د ده سبز او بګرامي ولسوالیو کې د څو ورځو په لړ کې د روژه ماتي پروګرام تطبیق کړ، د دې پروګرام په ترڅ کې (۵۰۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته د روژه ماتي لپاره چمتو شوي خواړه ووېشل شول.
د پروګرام د تنظیم او تطبیق په بهیر کې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازو او د (ZFA) خیریه مؤسسې مسؤلینو فعاله ونډه اخیستې وه.
