د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۹:۵۹
mmd

په یادو مرستو کې چې اوړه، وریجې، غوړي او د ماشومانو لپاره البسه او ځينې نور مواد شامل وو، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د یار خیریه مؤسسې له لوري پر (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم ملا محمد نعیم انعام، د دې وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبیده، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د مؤسسې مسؤل هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS