د کابل ولایت اړوند د سل (۱۰۰) تنو عامو وګړو لپاره د کمپیوټر روزنیز پروګرام پیل شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۱۱
mmd

د شهیدانو ورثه‌ ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د سل (۱۰۰) تنو عامو وګړو لپاره د کمپیوټري پروګرامونو روزنیز پروګرام پیل شو، یاد ښوونیز پروګرام د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز په همغږۍ په لاره واچول شو، د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې به ګډونوالو ته د پنځه میاشتو په موده کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شي. چې په دې سره به، نه یوازې د ګډونوالو کاري وړتیاوې لوړې شي، بلکه هغوی ته به د کار او فعالیت زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو زده کوونکو د نوملیکنې بهیر د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد په لارښوونه د یوې ځانګړې کمېټې لخوا په دقیق او منظم ډول پرمخ یوړل شو، چې له بشپړیدو سره سم یې د زده کوونکو لپاره یاد روزنیز پروګرام پېل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS