د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۱۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندويه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د يادو مرستو د وېش پر مهال د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا شیر محمد صمیم، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د احساس مرستندويه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
