د پکتیکا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د دې ولايت د مرکز په شمول په مټا خان، یوسف خیل، یحیی خیل، زرغون شهر او جانيخيلو ولسوالېو کې پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته سل (۱۰۰) ا
د مرستو د وېش پر مهال د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې په دې ولايت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او پاتې نورو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره هم ورته مرستې ترسره او د هغوی لاسنیوی وکړي.