د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۲

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو او د اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د دغه ولایت د اته ولسوالیو مدیرانو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې د ادارې او مدیریت اړوند موضوعاتو ترڅنګ، د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د ښو، معیاري او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د اغېزمنو کاري لارو چارو په هکله کارکوونکو ته لازمې زده‌کړې ورکول کېږي.

د یاد ورکشاپ په ترڅ کې به مسلکي استادان ګډونوالو ته اړوند موضوعات په عملي او مسلکي ډول تدریس کړي، څو د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې او د خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت لا ښه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو اړتياوو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په دغو مرستو کې اوړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو او د اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د دغه ولایت د اته ولسوالیو مدیرانو لپاره روزنیز ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

BACK TO NEWS