د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ثبت په موخه د واحد سیستم د جوړېدو له کاري پروسې لیدنه وشوه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۱:۱۰
pic

د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ثبت په موخه د واحد سیستم د جوړېدو له کاري پروسې لیدنه وشوه

د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او مرکزي احصایې عمومي ریاست استازو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په مشرۍ د دې وزارت د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د معلولیت لرونکو وګړو او شهیدانو وارثینو د ثبت د واحد سیستم د کاري بهیر په اړه ناسته وکړه.

د دغه سیستم د جوړېدو کاري بهیر په اړه ښاغلي آریوبي د یادو ادارو استازو ته معلومات ورکړه وویل، چې وزارت د یاد سیستم جوړونکې ډلې ته مناسب کاري ځای او امکانات برابر کړي او وخت پر وخت یې له کارونو لیدنه او څارنه کېږي.

د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د مرکزي احصایې استازو، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره په مشترکه توګه د دې سیستم په جوړولو بوخت دي، د نوي ډېتابېس په اړهخپل نظرونه شریک کړه.

له عمومي غونډې وروسته ښاغلي آریوبي او پلاوي د نوي جوړېدونکي ډېتابیس له کاري بهیره لیدنه وکړه او د مسولینو نظرونه او غوښتنې یې واخیستې.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ګډ سیستم کار څه مهال مخکې پیل شوی او موخه یې دا ده چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست معلول شوي سرتیري او د شهیدانو کورنۍ به پکې ثبت او دوی ته به خپل حقوق، امتیازات او د ځمکو وېش په اسانه او شفافه توګه ورکول کېږي. د دې سیستم په بشپړېدو سره به د دریو نظامي ادارو د شهیدانو او معلولینو د ثبت پروسه اسانه او روڼتیا رامنځته شي او تر څنګ به یې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او یادې درې ادارې سره ونښلول شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

BACK TO NEWS