د مراجعینو سره د کارکوونکو د چلند تر نامه لاندې ورکشاپ په لاره واچول شو

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۱۳
۱

د مراجعینو سره د کارکوونکو د چلند تر نامه لاندې ورکشاپ په لاره واچول شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو لپاره ( د مراجعینو سره د ملکی کارکوونکو چلند) تر نامه لاندې دوه ورځنی ورکشاپ د دغه وزارت په تا لار کې د کومک موسسې له خوا په لاره واچول شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي او اداري چارو د مرستیال ښاغلي دل آقا صوفي زاده له خوا پیل شو، په پیل کې ښاغلي صوفي زاده د کومک (COMAC) موسسې له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د دغه وزارت د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په موخه دا ډول ورکشاپونه او ناستې په لاره واچوي.

ده زیاته کړه چې د کاري اصولو د لاښه پرمختګ لپاره یو لړ لارښوونو ته اړتیا لرو تر څو د هغوی له مخې وکولای شو دارنګه اصول او چلند زده او هغوی په عمل کې پلي کړو.

وروسته د بشري سرچینو رئیس ښاغلي نیک محمد نیکمل د دغه ورکشاپ ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې د مراجعینو سره د کارکوونکو چلند په ځانګړي توګه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې ددولت وزارت د کار کوونکو چلند له خپلو مراجعینو سره یو له اړینو برخو څخه شمیرل کیږی چې تر څنګ یې د هغه پلي کول یو ښه کار وباله.

په پای کې د دغه ورکشاپ ګډون کوونکو ته د کومک موسسې له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې وزارت اړوند د یوه بالمقطع خالي بست لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې درې تنو په شرایطو وړ کسانو د ازاد رقابت له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

BACK TO NEWS