د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه څارنه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي چې په هغه کې محترم حکمت الله بدري، محترم منیر احمد شیرزی او محترم صدیق الله جهاني شامل وو، غزني ولایت ته یې د خپل سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د دې څارنې په ترڅ کې د الکټرونیکي سیسټم د ټولو اړخونو څخه د ارزونې ترڅنګ، د چارو د لاښه والي په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په ورته وخت کې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس او نورو کارکوونکو د یاد تخنیکي پلاوي هرکلی وکړ او د سیسټم د لاښه کولو او پر مختګ لپاره یې ډاډ ورکړ.