د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس د محترم مولوي کلیم الله افغان لخوا د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۴۷

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وړاندیز له مخې، محترم ملا عبدالحکیم دانش د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د اړوند ریاست کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

محترم ملا عبدالحکیم دانش تر دې وړاندې د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، چې د زابل ولایت اړوند د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ستونزو او اړتیاوو د حل په برخه کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ژوند د ښه والي او همداراز د هغوی څخه د دوامداره ملاتړ په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۵
Background image

په هلمند ولایت کې پر (۶۰۰) مستحقو کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د لښکرګاه ښار په شمول د ګرشک، باباجي، نهر سراج، نادعلي، مارجې او ناوې ولسوالیو اړوند د شهیدانو او معلولینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په یاد ولایت کې د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو سره وکتل

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت د عزیزي بانک څانګې له مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS