د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پلټنې عالي ادارې له مفتشینو سره غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په مشرۍ د پلټنې عالي ادارې له مفتشینو سره غونډه ترسره شوه. د دې غونډې پر مهال د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد او د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم‌ الله فاروقي هم حضور درلود.

په دې غونډه کې د بالمقطع او (NTA) کارکوونکو د استخدام د شرایطو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې تر څو د یادو کارکوونکو د استخدام د پروسې چارې په منظم او قانوني ډول پر مخ یوړل شي.

 محترم مولوي کلیم الله افغان په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو، د اصلاحاتو په راوستلو، د غلطیو او فساد په مخنیوي کې د تفتيش او پلټنې پروسه خورا مهمه وبلله او د یادې ادارې مفتشینو ته یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ ترڅو د تفتیش پروسه په شفافه او مؤثره توګه ترسره شي.

همداراز په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي په قانوني او منظم ډول د کارکوونکو د استخدام د پروسې د پرمخ وړلو په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل: له نېکه مرغه د شهیدانو او معلولینو وزارت ټولې کړنې او اجراآت د قوانینو سره سم ترسره شوې دي او په دې کې هیڅ ډول سهل انگاري او غفلت نه دی شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS