د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې اتیا (۸۰) تنو مستحقو کسانو مرستې تر لاسه کړې

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۲:۳۹
mmd

یاده مرسته چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ او د نصیر خیریه بنسټ له لوري پر اتیا (۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې وویشل شوه، په هغه کې یوه اندازه اوړه، وریجې، بوره، نخود، وچې شیدې، مکروني، لوبیا او البسه شامل وو.

د يادونې وړ ده چې د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS