د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي ریاست له پلاوي سره وکتل

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۳:۲۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د فرامینو او حکمونو د نظارت له رئیس محترم شیخ نورالله نوري او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دې کتنې پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د دې وزارت د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست هم حضور درلود.

محترم وزیر صاحب، د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت په موخه د ګمارل شوې کمېټې له لوري ترسره شوې چارې ښې وارزولې او زیاته یې کړه: په هېواد کې اسلامي نظام د مجاهدینو په قربانېو رامنځته شوی او باید د دې ستر نعمت شکر اداء کړو او د عالیقدر مشرتابه د فرمانونو او احکامو په تطبیق کیدو سره په نظام کې  پياوړتیا او ثبات رامنځته کیږي.

همداراز په دې کتنه کې محترم شیخ نورالله نوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د عمومي ریاست رامنځته کیدو اساسي موخه یې په هېواد کې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي او په امارتي ادارو کې د شفافیت او اصلاحاتو راوستل یاد کړل او وې ویل: زموږ د نننۍ ناستې موخه هم په ادارو کې د روڼتیا او اړینو اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه د دې ریاست له لوري د مؤظفې شوې کمېټې د کړنو ارزونه او د کاري بهیر د ښه والي په موخه د سلا او مشورو ترسره کول دي.

په دې کتنه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکمونو او فرمانونو د څارنې په موخه د عمومي ریاست رامنځته کول یې په امارتي اداراتو کې د اصلاحاتو او شفافیت په رامنځته کولو کې یو مهم ګام وباله او د مؤظف شوې کمېټې سره یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS